کورپاڼه / کرکټ / انګلستان خپلو لوبغاړو ته لارښوونه کړې چې د جمعې تر ورځې پورې بیګ باش پرېږدي

انګلستان خپلو لوبغاړو ته لارښوونه کړې چې د جمعې تر ورځې پورې بیګ باش پرېږدي

انګلستان کرکټ بورډ د استرالیا په بیګ باش لیګ کې خپلو شپږو لوبغاړو ته لارښوونه کړې چې د جمعې تر ورځې پورې دغه سیالۍ پرېږدي، څو له ملي لوبډلې سره ویسټ انډیز ته ولاړ شي.

د انګلستان په شل اوریزه لوبډله کې شپږ لوبغاړي سیم بیلینګس، ثاقب محمود، ټایمل ملز، جورج ګارټین، ریس ټاپلي او جیمس وینس دا مهال په بیګ باش لیګ کې د بیلابیلو لوبډلو استازیتوب کوي.

د اسټراليايي رسنیو د راپور له مخې، انګلستان کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته لارښوونه کړې، چې د جمعې تر ورځې دې بیګ باش پرېږدي او کرنتین دې بشپړ کړي تر څو له لوبډلې سره ويسټ انډيز ته لاړ شي.

له بل پلوه په اسټرالیا کې د ایشیز لوبلړۍ لپاره د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په تمریناتي برخه کې د ګډون کوونکي نېټ توپ اچونکي د کورونا نتیجه مثبته راغلې ده.

بریتانوي رسنۍ وایي، له دې وروسته ټول نیټ توپ اچونکي له تمریناتو لېرې شوي، مشر روزونکی سلور ووډ هم په کورونا اخته شوی او د جنورۍ تر ۸مه به کرنتین وي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …