کورپاڼه / خبرونه / پاکستانی کرکټر محمد رضوان تورخم ته تللی او افغانانو سره یې د مرستې غږ کړی
محمد رضوان

پاکستانی کرکټر محمد رضوان تورخم ته تللی او افغانانو سره یې د مرستې غږ کړی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پښتون لوبغاړی محمد رضوان تېره ورځ تورخم ته تللی دی او هلته یې په خلکو غږ کړی دی چې له افغانانو سره دې مرستې وکړي، دوی مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي همدا راز تورخم ته د تګ ځینې عکسونه هم په ټویټر کې خپاره کړي دي او په خلکو یې غږ کړی دی چې افغانان مرستو ته اړتیا لري او مرستې دې ورسره وکړي.

هغه په خپل ټویټ کې لیکلي دي، چې د افغانستان زړور ولس زموږ مرستو ته ډېره اړتیا لري، هغوی ته د خوړو، اوسېدو، ګرمو کالیو او درملو وغېره ضرورت دی.


محمد رضوان په خپل ټویټ کې لیکلي دي، چې له مشتاق احمد سره تورخم ته تللی و او د هغه ځای لیدنه یې یوه نوې تجربه وه. نوموړي په خپلو مینه والو غږ کړی دی، چې د خپل خواږه پېغمبر امت (افغانانو) مرستې ته دې راوړاندې شي.

د یادولو وړ ده چې محمد رضوان پښتون لوبغاړی دی چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکی دی، هغه سږکال په نړیوالو سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې هم ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …