کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / د نړۍ تر ټولو مشهور موبایلونه سر له سبا کار پرېږدي

د نړۍ تر ټولو مشهور موبایلونه سر له سبا کار پرېږدي

بلیک بیري ځیرک موبایلونه، چې یو وخت د شان او شوکت نښه وه، سر له سبا خپل خدمتونه پرېږدي.

یو وخت به شتمنو او مشهورو اشخاصو د بلیک بیري موبایل ګرځول ویاړ ګاڼه، خو د ټیکنالوژۍ په بدلون سره چې بلیک بیري ورته پام نه کاوه، نو اندراید او آیفون له مارکیټ څخه بهر کړ.

کاناډایي شرکت بلیک بیري د نوي کال له پیل سره د جنورۍ له ۴مه خپل خدمتونه بندوي. یاد شرکت ویلي هغه خدمتونه چې په موبایل ډیټا او وای فای چلېږي، هغه سر له سبا بند شي خو هغه موبایلونه چې اندراید سیستم لري، هغه ترې استثناء وي.

بلیک بیري د تېر کال په دسمبر کې اعلان کړی و چې خپل اپریټینګ سیستم یې ختم کړ، خو د خپلو ځانګړو کاروونکو او شریکانو لپاره یې دا موده تر څلور میاشتو وغځوله.

د بلیک بیري د اعلامیې له مخې، د جنورۍ له ۴مې وروسته د بلیک بیري اپریټینګ سیستم ۷.۱، بلیک بیري ۱۰ سافټویر او بلیک بیري پرو بیک او ایس ۲.۱ او له هغې پخواني سیستم لرونکي به له دې بندیز اغېزمن وي.

دا هم ولولئ

نوکیا زوړ ماډل موبایل په نوي بڼه خرڅلاو ته وړاندې کړ

د نوکیا موبایلونو شرکت یو بل پخوانی موبایل نوې بڼې ته اړولی. له دې وړاندې …