خپلواک وېبپاڼه (٢٠ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان چينامېن توپ اچونکى ظاهر خان نن ٢١ کلن شو، هغه د ١٩٩٨ کال د دسمبر په ٢٠مه نېټه زېږېدلى و، چې نن سبا په بيګ باش ليګ کې د بريسبين هيټ لوبډلې لپاره لوبېږي.
ظاهر خان د افغانستان لپاره په نړيوالو لوبو کې يوازې ١ يو ورځنۍ او ٢ ټېسټ سيالۍ ترسره کړي دي، خو په تجارتي ليګونو او کورنيو لوبو کې هغه ډېره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې او د خلکو پام يې ځان ته اړولى دى.
په دوه ټېسټ لوبو کې هغه ٥ لوبغاړي سوځولي او ١ يو ورځنۍ لوبه کې يې بيا ٢ ويکټې ترلاسه کړي دي، خو هغه ١٤ فرسټ کلاس، ١٠ ليسټ اې او ٤١ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړي دي.
په فرسټ کلاس سياليو کې نوموړي ٦٩ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه پاڼۍ کې يې غوره توپ اچونه يې د ٥٢ منډو په بدل کې ٦ لوبغاړي سوځول او په يوه لوبه کې يې غوره توپ اچونه د ١٣٠ منډو په بدل کې ٩ لوبغاړي سوځول دي.
همدا راز په لېسټ اې سياليو کې هغه ٢١ ويکټې ترلاسه کړي دي، چې په يوه لوبه کې يې د ٣٦ منډو په بدل کې ٦ لوبغاړي هم سوځولي دي.
شل اوريزې لوبې بيا هغه ډېرې ترسره کړي دي، چې ٥١ ويکټې يې ترلاسه کړي دي او غوره توپ اچونه يې بيا د ١٩ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځول دي.
نوموړى د افغانستان ملي لوبډلې او افغانستان ١٩ کلنو کم عمره لوبډلې په ګډون د بريسبين هيټ، اسلام اباد يونايټيډ، جميکا ټلاواس، کابل بازان، لانکشاير، مس عينک زون او راجستان رايلز لوبډلو لپاره هم لوبېدلى دى، خو په راجستان رايلز لوبډله کې که څه هم هغه اخيستل شوى و، خو هغه پکې کومه لوبه نه وه ترسره کړې، ځکه د اى پي ايل سياليو له پيلېدو نه مخکې هغه ټپي شو او بېرته هېواد ته راستون شوى و.
نن د دغه مخکښ ورو توپ اچونکي چې چينامېن توپ اچونه کوي ٢١مه کليزه ده، چې اوس مهال هغه په اسټراليا کې د بيګ باش ليګ په سياليو کې د بريسبين هيټ لوبډلې لپاره لوبېږي. د هغه لوبډله به نن ميلبورن سټارز لوبډلې پر وړاندې لوبېږي، چې وه به کتل شي ظاهر خان خپله ٢١مه کليزه څومره بختوره کوي.