کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب په دغه ولایت له سلګونه هغه کورنیو سره مرسته وکړه، چې د ژمي په دې سړو او باراني شپو ورځو کې یې سر پناه نه لرله.

د معلوماتو له مخې، په کندهار کې تر دا مهاله ۴۸ ملي متره باران ورېدلی، دې بارانونو هلته ډېر بې وزله کورنۍ له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ کړي.

خو د دې ولایت ویښ او ځوان اوسیدونکي او د پخواني پارلمان غړي حاجي سید احمد سېلاب له خپلو خلکو سره د مرستې په موخه لسټوني او پایڅې بډ وهلي او له غریبو او بې وزله کورنیو سره د سر پناه لپاره د ترپالونو او نورو توکو مرسته کړې.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو عکسونو کې لېدل کېږي حاجي سید احمد سېلاب لوڅې پښو په خټو کې روان وي او له خپلو خلکو سره مرستې وي. د نوموړي په اړه په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک پوسټونه کوي او د دې کار ستاینه یې کوي.

یو شخص لیکلي، چې ځینې خلک وکیل صیب نمایشي بولي او هغوی یې ننګولي چې تاسې هم دا کار وکړئ، له غریبو سره د ترپال، بړستنو او خوراکي توکو مرسته وکړئ او عکسونه هم ورسره واخلئ.

یو بل شخص بیا د ښاغلي سېلاب په ستاینه کې یو بیت هم پورته کړی او ورسره یې لیکلي دي، چې د حاجي دې کور ودان وي په سوړ ژمي کې راوتلی او له خلکو سره مرسته کوي.

د ویلو ده چې حاجي سید احمد سېلاب یو خیریه بنسټ هم لري، چې هر وخت له خپلو بې وزلو هېوادوالو سره مرسته کوي.

دا هم ولولئ

نسوار

له نسوارو سره عربي هېوادونو ته تګ جرم شو، که چا سره ونیول شو، سخته سزا به ورکړل شي

عربي هېوادونو په نسوازو بندېز ولګاوه، دوی په خپلو هېوادونو کې نسوار هم په نـ …