کورپاڼه / جالب / د خرې له شیدو جوړ شوي پنیر د نړۍ تر ټولو ګرانبیه پنیر دي
د خرې پنیر

د خرې له شیدو جوړ شوي پنیر د نړۍ تر ټولو ګرانبیه پنیر دي

په ټوله نړۍ کې د شیدې د خرو څخه جوړ شوي پنیر د نورو پنیرو په نسبت ډېر ګران دي او دا بیا یوازې په سربیا کې جوړېږي، په نوره نړۍ کې دا پنیر بېخي جوړېږي هم نه.

د بزنس انسایډر وېبپاڼې د یو راپور له مخې، په سربیا کې یوازینی یو شرکت دی، چې هغه د خرې له شیدو څخه پنیر جوړوي او د دې یوه کیلو په ۶۰۰ امریکايي ډالرو باندې ده.

د دې پنیرو د ګرانوالي لامل دا دی، چې دا یو کیلو پنېر د شاوخوا ۲۵ کیلو شیدو څخه جوړېږي او خرې د غواګانو په څېر ډېرې شیدې هم نه کوي، نو له امله یې دا پنیر دومره ګران کړی دی.

یوه غوا چې د ورځې څومره شیدې ورکوي، د هغې دریمه برخه شیدې هم خره نه کوي، همدا راز خره یوازې ۶ میاشتې شیدې ورکوي او هغه هم هغه وخت چې بچی راوړي، د بچي له راوړلو شپږ میاشتې وروسته یې شیدې ختمېږي او دا شیدې هم د غواګانو په څېر په اسانۍ ترې نه لوشل کېږي.

د سربیا دغه شرکت وايي، چې د خرې له شیدو څخه د پنیر جوړولو پروسه ډېره اوږده ده او دا د نورو پنیرو په نسبت ډېر ګټور دي، همدا لامل دی چې د دې بیه زیاته ده. دوی وايي چې په ټول کال کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ کیلو پورې پنیر جوړوي. همدا راز د خرې پنیر د اروپا په ډېرو هېوادونو کې خرڅول هم منع دي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …