کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اوس به د سعودي ښځې تېز سرعته اورګاډی هم چلوي

اوس به د سعودي ښځې تېز سرعته اورګاډی هم چلوي

د سعودي عربستان ښځې به ډېر ژر د مکې او مدینې د سپېڅلو ښارونو ترمنځ د تیز رفتار حرمین ایکسپریس اورګاډي د چلولو مسولیت په غاړه واخلي.

د عرب نیوز پر وینا، د ریاض حرمین ایکسپریس اورګاډی به په ۱۲ میاشتو کې د ۶۰ ملیون مسافرینو د لیږدولو وړتیا ولري او اړوند ادارې اعلان کړی چې د اورګاډي لپاره د روزنې په برخه کې یې د ښځو لپاره نوملیکنه پیل کړې.

ښځینه فارغانې له هغه نارینه همکارانو سره یوځای کار وکړي چې له یاد پروګرام څخه فارغ شوي. دا روزنیز پروګرام به د فبرورۍ له ۱۵مې پیل شي.

همدا راز د روزنې پرمهال دوی ته په میاشتني ډول ۱۰۶۵ سعودي ریال بونس هم ترلاسه کړي او د ټولنیزې بیمې په برخه کې به ثبت شي او له فراغت وروسته به دې ښځو ته ۸۰۰۰ ریاله میاشتنی معاش وي.

د ویلو ده چې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د واک اخیستو راهیسې یو شمیر تاریخي او غیر معمولي ګامونه پورته کړي دي، چې په هغې کې د ښځو ځواکمن کول، ښځو ته د موټر چلولو، کار کولو، په سپورتونو کې د ګډون او یوازې بهر ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوې ده.

دا هم ولولئ

نسوار

له نسوارو سره عربي هېوادونو ته تګ جرم شو، که چا سره ونیول شو، سخته سزا به ورکړل شي

عربي هېوادونو په نسوازو بندېز ولګاوه، دوی په خپلو هېوادونو کې نسوار هم په نـ …