کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا د هند پر وړاندې په نهه ویکټو ۱۶۷ منډو ته اړتیا لري

سویلي افریقا د هند پر وړاندې په نهه ویکټو ۱۶۷ منډو ته اړتیا لري

د هند او سویلي افریقا ترمنځ د دریو ټیسټ لوبو په دویمه لوبه هند په نهو ویکټو ۱۶۷ منډو ته اړتیا لري.

دا لوبه د سویلي افریقا په کوربتوب په جوهانسبرګ کې روانه ده، د لوبې په پیل کې هند لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

هندۍ لوبډلې کمزوری پیل واخیست پرلپسې یې ویکټې پرېوتې، په ټوله لوبډله کې یوازې راهول په دې وتوانېده چې نیمه سلیزه ووهي.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۶۳.۱ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۰۲ منډې یې وکړې. د دوی لوکیش راهول ۵۰ او رویچندران ۴۶ زیاتې منډې وکړې. د سویلي افریقا لخوا مارکو جانسن ۴، کاګیسو رباډا او دوانې الوییر ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

سویلي افریقا د هند ۲۰۳ منډو په ځواب کې د لومړۍ ورځ تر پایه ۱۸ اورونه ولوبول، یو ویکټ یې له لاسه ورکړې او ۳۵ منډې لري.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …