کورپاڼه / اسلام / رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي اوه کارونه مه کوئ

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي اوه کارونه مه کوئ

حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه روایت کوي، کله چې یو قوم دغه پنځه کارونه ترسره کوي نو پنځه ډوله عذابونه به پرې مسلط وي، یعنې د پنځو په بدل کې به پنځه پرې مسلط شي، دا پنځه کارونه به کوم وي؟ که غواړئ پرې پوه شئ نو دا لیکنه درسره تر آخره ولولئ.

د حدیث شریف له مخې ویل کېږي کله چې یو قوم وعده ماته کړي نو دښمن به پرې مسلط شي، آیا تاسې نه پوهېږئ چې وعده ماتول څه شی وي؟ موږ خو یې دومره پروا نه کوو

په یو روایت کې راځي چې یو رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم له یو چاسره وعده وکړه، له هغه کس وعده هېره شوه خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته تر دریو ورځو په انتظار و او کله چې درې ورځې وروسته هغه کس راغی نو د شرم احساس یې وکړو

دویم کار: کله چې یو څوک د الله تعالی له حکم پرته په کوم بل حکم پرېکړه کوي، نو الله تعالی به پرې فقر نازل کړي، یعنی کوم څه چې الله تعالی پر موږ نازل کړي د هماغې مطابق باید ژوند وکړو کنه نو له فقر او غریبۍ سره به مخ شو.

دریم کار: کله چې په یو قوم کې فحاشي او بې حیایي خوره شي نو الله تعالی به په دې قوم باندې د طاعون په څېر ناروغي نازل کړي او طاعون هغه ناروغي ده چې درملنه نه لري.

دا هم ولولئ

د ماسخوتن له لمانځه وروسته که سمدستي وېده شو نو په بدن کې مو څه بدلون راځي؟

خوب کول د انسان د روغتیا او دماغو لپاره ډېر اړینه وي او ترڅنګ یې …