کورپاڼه / کرکټ / شاهد افریدی: حفیظ غوښتل چې نور هم ولوبېږي

شاهد افریدی: حفیظ غوښتل چې نور هم ولوبېږي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان افریدي د محمد حفیظ د تقاعد په اړه وایي، چې محمد حفیظ غوښتل چې د پاکستان لپاره نور هم ولوبېږي.

د ویلو ده چې د پاکستان الراونډر لوبغاړي محمد حفیظ تېره ورځ له هر ډول کرکټ څخه د تقاعد اعلان وکړ.

د هغه په اړه شاهد افریدي په یوه مرکه کې وویل، ما د هغه بیان واورېده، د هغه له چلنده داسې معلومېده چې د تقاعد پرځای د پاکستان لپاره نور هم لوبېدل غواړي.

شاهد افریدي ویلي دي چې زه تل د پاکستان کرکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ د اړیکو د توپیر په اړه خبرې کوم او زما په اند له محمد حفیظ سره هم هماغسې وشول، خو زه خوشحاله یم چې د محمد حفیظ د تقاعد مسله په یو لوی جنجال نه ده بدله شوې.

افریدي ويلي د حفيظ کرکټ کيرير په زړه پورې وو او زما په لوبډلمشرۍ کې ښه پرفارمنس وکړ او ما هغه ته، زه د هغه کورنۍ او والدينو ته مبارکي وړاندې کوم.

د یادولو وړ ده چې محمد حفیظ د پاکستات لوبډلې په استازیتوب په ۳۹۲ نړیوالو سیالیو کې ۱۲۷۸۰ منډې جوړې کړي او ۲۵۳ ویکټې یې اخیستي دي او ۳۲ ځلې د ملي لوبډلې لپاره د لوبې غوره لوبغاړی هم پاتې شوی دی.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …