کورپاڼه / کرکټ / د زمبابوې له نولس کلنو کم عمره لوبډله له نړیوال جام وړاندې له ستونزو سره مخ شوه

د زمبابوې له نولس کلنو کم عمره لوبډله له نړیوال جام وړاندې له ستونزو سره مخ شوه

د زمبابوې له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله له نړیوال جام وړاندې له ستونزو سره مخ شوه. د دې لوبډلې څلور لوبغاړي په کورونا اخته شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د زمبابوې کرکټ بورډ هم منلې ده چې له نولس کلنو عمره لوبډلې لوبغاړي یې په کورونا اخته شوي دي.

په راپور کې راغلي، د زمبابوې لوبډلې هغه لوبغاړي چې ویسټ انډیز کې کیدونکي نړیوال جام ته په لوبډله کې اعلان شوي دي، د هغوی له جملې څلور په کورونا اخته شوي دي.

دا لوبغاړي به له وارم اپ لوبو وړاندې، چې له کاناډا او بنګله دېش سره یې د جنورۍ په ۹مه او ۱۱مه نېټه لري، یو ځل بیا معاینه شي، که نتیجه یې مثبته وه نو کرنتین به وي، که د لوبېدو وړ به وي.

د ویلو ده چې زمبابوې په خپل ګروپ کې له پاکستان، افغانستان او پاپونیوګیني سره لوبېږي، چې افغانستان سره به یې د جنورۍ په ۱۸مه لوبه وي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …