کورپاڼه / جالب / د نړۍ تر ټولو زړې میرمنې کین تاناکا خپله ۱۱۹مه کلیزه ولمانځله

د نړۍ تر ټولو زړې میرمنې کین تاناکا خپله ۱۱۹مه کلیزه ولمانځله

جاپانۍ میرمنې کین تاناکا د کوکا کولا په څښلو سره خپله ۱۱۹مه کلیزه ولمانځله. د ګینس نړیوالو ریکارډونو له مخې، کین تاناکا د نړۍ تر ټولو ډېر عمرې انسان دی، چې اوس هم په ځمکه ژوند کوي.

د نوموړې لمسۍ جینکو تاناکا د دسمبر په وروستیو کې د هغې د کلیزې یو عکس ټویټ کړ، هغې ته یې مبارکي وویله او د روغتیا هیله یې ورته څرګنده کړې.

کین تاناکا د کوکا کولا سرسخته مینه واله ده او هغه چې نوموړې د کلیزې په مناسبت وڅښله پر هغې یې نوم او عمر ۱۱۹ کاله لیکل شوۍ و. بوډۍ د کوکا کولا په ​​لیدلو ډیره خوشحاله شوه ځکه چې هغه اوس له دې څښاک څخه خوند اخلي.

د زاړه عمر سره سره کین ته وړاندیز شوی و چې د ۲۰۲۰ توکیو المپیک سیالیو کې برخه واخلي، خو دا سیالۍ د کورونا ناروغۍ له امله لغوه شوې.

کین تاناکا په ۱۹۰۳ کې زیږیدلی او په ۱۹ کلنۍ کې یې واده کړی. د هغې کورنۍ د وریژو یو هټۍ درلوده اوهغې هلته تر ۱۰۳ کلنۍ پورې کار کاوه. هغه د خپل ژوند په اوږدو دوه نړیوال جنګونو لیدلي دي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …