کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / تېر کال له (۶۰۰) زیات نوي ژوي او بوټي موندل شوي

تېر کال له (۶۰۰) زیات نوي ژوي او بوټي موندل شوي

که څه هم ۲۰۲۱ کال د کورونا او سیاسي ناکراریو کال و، خو بریتانوي کارپوهانو په ځانګړي ډول په ګرځبندیز کې هم څېړنې وکړې او ۵۵۰ نوي ډولونه او حیوانات یې کشف کړل. په دې لړ کې امریکايي کارپوهانو هم د نباتاتو او حیواناتو څه باندې ۷۰ نوي ډولونه اعلان کړل.

د کالیفورنیا د علومو اکاډمۍ متخصصینو ۷۰ نوي ډولونه ژوي او نباتات موندلي، چې په هغې کې د ښکلي ستوري کب، ګټار ماهي نوی ډول او نور ژوي موندل شوي. د اکاډمۍ د مشر شینن بینیټ پر وینا، دا موندنې به د بیولوژیکي جوړښت په پوهیدو کې مرسته وکړي او دا موندنې یې ماداګاسکر، مکسیکو او ایستر ټاپوګانو کې ترسره کړي.

په دې ساکښانو کې ۱۴ ډوله حشرې، ۱۲ ډوله سمندري مرغان، ۹ ډوله مېږیان، ۶ ډوله لړمان، ۵ ډوله ګلان، ۴ ډوله شارک، ۳ ډوله غڼې، یو ډول سمندري واښه او نور شامل دي.

بلخوا بریتانوي پوهانو ۲ ډوله غوښه خور ډیناسور موندلي چې د چیف ډریګن نوم یې ورکړی. دوی وایي که څه هم د ګرځبندیز په سبب بهر وتل ناشوني و، نو په زړو څېړنو مو باید کتنه وکړه.

د دې مرحلې په جریان کې نوي نباتات، حیوانات، حشرات او ډیری خطرناک ډولونه راڅرګند شوي. په مجموع کې بریتانوي متخصصینو له ۵۵۰ څخه ډیر نوي ډولونه کشف کړي دي.

دا هم ولولئ

د سپوږمۍ سطحه له څه شي جوړه شوې ده؟

یوې نوې څیړنې موندلې چې سپوږمۍ د سطحې طبقه د نیمه اوبه شوې یا ویلي …