کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پرت سکاچرز د بیګ باش ۳۶مه لوبه وګټله

پرت سکاچرز د بیګ باش ۳۶مه لوبه وګټله

ټایمل میلز او انډریو ټای غوره توپ اچونه وکړه، دواړو درې-درې لوبغاړي وسوځول او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله.

د بیګ باش لیګ ۳۶مه لوبه د سېډني سېکسرز او پرت سکاچرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې پرت پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

پرت سکاچرز په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې وکړې، د دوی له لورې ارون هاردي ۴۵ او اشټون اګر ۲۹ زیاتې منډې وکړې.

سېډني سېکسرز له لورې هیډن کیر غوره توپ اچونه وکړه، هغه څلور لوبغاړي وسوځول. همدا راز ډین کرسټن ۲، سین اببوټ او جیکسن بریډ ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

سېډني سېکسرز د ۱۴۴ منډو هدف په تعقیب د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې وکړې او په ۱۰ منډو یې ماتې وخوړه.

د دوی له لورې ډین کریسټن ۷۳ زیاتې منډې وکړې. د پرت سکاچرر لخوا ټایمل میلز او اندریو ټای ۳-۳ او لانس موریس ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …