کورپاڼه / خبرونه / سرچینه: د محمد نبي، شاپور ځدراڼ او سمیع الله شینوارې د استعفاء خبره دروغ ده

سرچینه: د محمد نبي، شاپور ځدراڼ او سمیع الله شینوارې د استعفاء خبره دروغ ده

د افغانستان کرکټ لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو محمد نبي، شاپور ځدراڼ او سمیع الله شینوارې د استعفاء خبره دروغ وګڼل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ بورډ پخواني مشر عزیزالله فضلي پر خپله فیسبوکپاڼه ادعا کړې، چې د ملي لوبډلې لوبغاړي حمید حسن، محمد نبي، شاپور ځدراڼ او سمیع الله شینواری به له ملي لوبډلې استعفاء ورکړي.

خو اوس کرکټ بورډ ته نږدې سرچینې وایي، چې د محمد نبي، شاپور ځدراڼ او سمیع الله شینوارې د استعفاء خبر دروغ دی او دا هیڅ حقیقت نلري.

دې سرچینې د حمید حسن د استعفاء په اړه څه نه دي ویلي، نو له دې داسې ښکاري چې حمید حسن به ډېر ژر له شل اوریزه لوبو هم استعفاء ورکړي.

نوموړي تر دې وړاندې له نړیوال شل اوریز جام دمخه ویلي ول چې دا به یې وروستی نړیوال جام وي خو د یادو سیالیو په پای ته رسېدو سره هغه ځان غلی کړ.

دا هم ولولئ

کریم جنت په ښې توپ اچونې او توپ وهنې خپله لوبډله بریالۍ کړه

نن د بنګله دېش پریمیر لیګ کریم جنت یوازې یو اور ترسره کړ، یوه ویکټ …