کورپاڼه / بېلا بېل / هغه شخص چې له (۱۰۰) کلونو راهیسې په مسجدالحرام کې خدمت کوي

هغه شخص چې له (۱۰۰) کلونو راهیسې په مسجدالحرام کې خدمت کوي

پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې یوه ویډیو کې لېدل کېږي چې یو شخص له ۱۲۹ کلن شخص سره مرکه کوي او له هغه د داسې درېیو نصیحتونو په اړه پوښتنه کوي ترڅو مسلمان امت ته یې ورسوي.

زوړ سړی د هغه په ځواب کې له خلوص څخه په ډک انداز وویل، لومړی نصیحت زما او ټولو لپاره دا دی چې په یواځیتوب او د خلکو ترمخ له الله تعالی وویرېږو، هر ځای د الله وېره په ذهن کې وساتو، کله چې الله یادوو نو له ګناهونو به ژغورل کېږو.

دویم نصیحت په اړه زوړ سړي وویل، زما او ټولو لپاره دریم نصیحت دا دی چې د مور او پلار فرمانبردار شو، کله چې والدین رضا کړو نو الله تعالی خپله رانه رضا کېږي.

د دریم نصیحت په اړه هغه وویل چې لمونځ پر خپل وخت په پابندۍ سره وکړئ، دا عمل د الله تعالی زیات خوښېږي. زوړ سړي دا هم ویلي چې له ۱۰۰ کلونو راهیسې مسجدالحرام کې دی او عمر یې ۱۲۹ کاله دی.

په مسجد الحرام کې موجود دې زوړ سړي له ماشومتوب راهیسې هلته لمونځ کوي او د خدمت په کولو سره د ژوند شپې او ورځې اړوي.

دا هم ولولئ

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او …