کورپاڼه / خپلواک / که چېرته انسان مریخ ته لاړ شي نو هلته به له کومو ستونزو سره مخ شي؟ لومړی ژر زړېږي…

که چېرته انسان مریخ ته لاړ شي نو هلته به له کومو ستونزو سره مخ شي؟ لومړی ژر زړېږي…

پر مریخ د انسان د اوسیدو خوب نور پوره کېدو ته نږدې دی او د سپیس ایکس شرکت بنشټ ایښودونکي اعلان کړی چې مریخ ته د انسانانو لېږلو پروسه به یې تر لسو کلونو پورې وخت واخلي.

خو اوس کارپوهانو مریخ ته د تګ ځینې داسې ویروونکې زیانونه ښودلی، په اورېدو به یې هیڅوک مریخ ته د تګ زړه ښه نه کړي. دوی وایي مریخ ته په تګ انسان ژر زړیږي او هلته له انسانه وحشي حیوان جوړېږي چې بیابه خپلو کې سره خوري.

هغه ننګونې چې پر ځمکه انسان ورسره مخ دی، پر مریخ به هغه ننګونو لوی غر جوړ وي، چې په هغې د خوراک مسله تر ټولو لویه ستونزه ده، که چېرته هلته انسان ته د خوراک څه بندو بست ونشي نو له مجبورۍ به خپلو کې سره وخوري.

په دې اړه چارلس کوکیل وایي، د غوره ټیکنالوژۍ سربېره هم مریخ کې ژوند ستونزمن دی، مخکې له دې چې انسان مریخ ته لاړ شي، هلته دې زراعتي او د ژوند نور سیستم برابر شي او که داسې ونشي نو د انسان تګ هلته خطر لري.

همدا راز هلته انسان ژر زړیږي او لامل یې (Cell Senescenc) په نوم پروسیس دی. راتلونکې میاشت به په دې تړاو نورې څېړنې هم ترسره شي او معلومه به شي چې هلته د زړښت نسبت څومره دی.

دا هم ولولئ

فضلي: حمید حسن، محمد نبي، شاپور ځدراڼ او سمیع الله شینواری استعفاء ورکوي

د کرکټ بورډ پخواني مشر عزیزالله فضلي پر خپله فیسبوکپاڼه ادعا کړې، چې د ملي …