کورپاڼه / خبرونه / منیر احمد کاکړ د انګلستان له یوه کلب سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ

منیر احمد کاکړ د انګلستان له یوه کلب سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ

منیر احمد کاکړ د انګلستان کرکټ کلب (بووي ټریسي) سره د ډیون غوره لیګ په نوم سیالیو لپاره تړون لاسلیک کړ.

د بووي ټریسي کرکټ کلب اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۲ کال ډیون غوره سیالیو لپاره یې د افغانستان کرکټ لوبغاړي منیر احمد سره تړون لاسلیک کړ او په دې تړون یې خوښي څرګنده کړې ده.

منیر احمد د (۲۰۱۸) اسیا جام سیالیو لپاره د افغانستان د یوه ورځنیو لوبو لوبډلې برخه و او ورپسې په (۲۰۱۹) کال په بنګله دېش کې د نویو ځوانانو د اسیا جام سیالیو لپاره هم غوره شوی و، خو په ۲۰۲۱ کال یې د زمبابوې پر وړاندې لومړۍ ټیسټ لوبه ترسره کړه.

نوموړی له تېرو څو کلونو راهیسې په فارم کې دی، په فرسټ کلاس او لیست ای سیالیو کې په ترتیب سره ۴۹ او ۶۱ اوسط لري او په ۷۱ لوبو کې ۱۴ سلیزې، چې درې ځلې غبرګې سلیزې هم پکې شامل دي، وهلي دي.

منیر احمد د افغانستان کورنیو سیالیو یو ښه توپ وهونکی دی او ترڅنګ یې غوره ویکټ ساتونکی هم دی، له انګلستان کرکټ کلب سره به ډېرې نورې تجربې هم ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …