کورپاڼه / خپلواک / د نبي او شهزاد لوبډلې پرلپسې څلورمه ماته، د ګربز لوبډلې دريمه بريا خپله کړه
محمد نبي او محمد شهزاد

د نبي او شهزاد لوبډلې پرلپسې څلورمه ماته، د ګربز لوبډلې دريمه بريا خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ دسمبر ٢٠١٩): د محمد نبي او محمد شهزاد لوبډلې د بنګله دېش تجارتي ليګ کې پرلپسې په څلورمه لوبه کې هم ماته وخوړه، خو د رحمان الله ګربز لوبډلې بيا پرلپسې دريمه بريا خپله او د لوبډلو په کتار کې يې دويم مقام خپل کړى دى.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ١٣مه لوبه د رنګپور رېنجرز او کهلنا ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د کهلنا ټايګرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د رنګپور رېنجرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

رنګپور رېنجرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد نايم ٤٩، فضل محمود ٤٢، ليوس ګريګوري ٢٢، محمد شهزاد ١١ او محمد نبي ٤ منډې وکړې.

د کهلنا ټايګرز له لوري شفيع الاسلام ٣، محمد عامر او شاهد الاسلام ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٣٨ منډو هدف د کهلنا ټايګرز لوبډلې په ١٢.٣ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ډېرې اسانۍ سره يې د رنګپور رېنجرز لوبډلې ته په ٨ ويکټو ماته ورکړه. د دوى له ډلې رېلي روسو ٦٦ ناسوځېدلې، رحمان الله ګربز ٣٧ او مشفيق الرحيم ١٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د رنګپور رېنجرز له لوري مستفيظ الرحمان او مقيد الاسلام ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شفيع الاسلام ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې درې مهمې ويکټې ترلاسه کړې وې.

د يادولو ده چې د محمد نبي په لوبډلمشرۍ د رنګپور رېنجرز دا څلورمه لوبه وه چې پرلپسې يې څلور ماتې وخوړې، همدا راز کهلنا ټايګرز بيا درې لوبې ترسره کړي او درې واړه لوبو کې يې بريا خپله کړې ده.

بل لوري ته نن په بيګ باش سياليو کې بيا قېس احمد ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې ١٢ منډې ورکړې او ٤ مهم لوبغاړي يې وسوځول، چې په دې سره يې خپله لوبډله بريسبين هيټ بريالۍ کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …