کورپاڼه / روغتيا / د موبایل استعمال ماشومان له کومو ستونزو سره مخ کوي؟

د موبایل استعمال ماشومان له کومو ستونزو سره مخ کوي؟

ساینسي ایجاداتو او نوې ټیکنالوژۍ که له یوې خوا د انسان ژوند آسانه کړی، خو ځینې زیانونه یې هم ورته رسولي او دا زیانونه د نړۍ لپاره یوه ننګونه ده، چې په دې کې موبایل هم شامل دی.

موبایل له ایجاد سره د اړیکو نېولو غوره ذریعه ګڼل کېږي او دا خبره سل سلنه سمه هم ده، خو وروسته په موبایل کې ځانګړتیاوې رامنځته شوې، چې له موبایل یې تصویري ماشین جوړ کړ.

کله چې موبایل تصویري ماشین جوړ شو، نو د لویانو سربېره ماشومان هم ورته مایله شو، ځکه اوسني موبایلونه داسې مواد لري چې د ماشومانو پام یې ځان ته اړولی دی.

همدا لامل دی چې ماشومان ټوله ورځ په موبایل کې بوخت وي او ځینې ماشومان خو د موبایل په استعمال داسې عادت شوي چې پرېښودل یې ورته خورا ستونزمن ګرځېدلي دي.

که موبایل له یوې د ماشومانو سترګې خرابوي، نو له بلې خوا یې بدني فعالیتونه هم له صفر سره برابروي، چې بیا د چاغښت سبب کېږي او چاغښت پخپله د ناروغیو بنسټ دی. همدا راز له ګڼ شمېر ذهني یا رواني ستونزو سره یې هم مخ کوي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …