کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د نیوزیلېنډ پر وړاندې بنګله دېش تاریخي بریا خپله کړه

د نیوزیلېنډ پر وړاندې بنګله دېش تاریخي بریا خپله کړه

بنګله دېش کرکټ لوبډلې نیوزیلېنډ ته په ماونټ منګنویي کې د ټیسټ لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه او تاریخ یې جوړ کړ.

په دې لوبه کې بنګله دېش کوربه لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه. دا لومړی ځل دی چې بنګالیان، نیوزیلېنډ ته ماتې ورکوي او شپږم ځل دی چې له خپل کور څخه بهر ټیسټ لوبه ګټي.

د بنګله دېش لپاره دا بریا ځکه اهمیت لري، چې دا لومړی ځل دی چې په ټیسټ لوبه کې له نیوزیلېنډ بریا خپلوي. په دې لوبه کې بنګله دېش یوازې د ۴۰ منډو هدف د ۲ ویکټو په زیان ترلاسه کړ، د بنګله دېش لپاره عبادت حسن په دویمه پاڼۍ کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې.

د دې ټیسټ بریا ځکه تاریخي اهمیت درلود چې لس کاله وروسته یوه اسیایي لوبډله په نیوزیلېنډ کې ټیسټ لوبه ګټي، له دې وړاندې په ۲۰۱۱ کال پاکستان په هملټن کې ټیسټ لوبه ګټلې وه.

په هملټن کې د پاکستان له بریا وروسته اسیایي لوبډلو په نیوزیلېنډ کې ۱۹ ټیسټ لوبې ترسره کړي، چې ۱۹ یې بایللي او ۳ مساوي شوي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …