کورپاڼه / روغتيا / په ورځ کې څومره قهوه یا شین چای څښل زیانمن وي؟

په ورځ کې څومره قهوه یا شین چای څښل زیانمن وي؟

روغتیاپالان وایي، په ورځ کې له پنځه ځلې زیاته قهوه څښل د روغتیا لپاره زیانمنه تمامېږي او ګڼ شمېر طبي ستونزې پیدا کوي.

قهوه ډېر ډولونه لري او په عموم کې د روغتیا لپاره ګټوره بلل کېږي. روغتیايي کارپوهان هم وايي چې په ورځني څښاک کې د قهوې یا شین چای ور اضافه کېدل د شریانونو د سختېدو مخه نیسي. همدا راز د شکرې، د وینې لوړ فشار، چاغښت او مختلفو ناروغیو مخنیوي لپاره ګټور وي.

خو مشران او سپین ږیري وایي، د هر شي ډېر استعمال خورا زیانمن تمامېږي او د مشرانو په دې مقوله روغتیاپالان هم د تایید مهر لګولی دی.

روغتیاپالان وایي، چې په ورځ کې لږ تر لږه دوه او تر پنځه پیالو زیات شین چای باید ونه څښل شي او له دې څخه زیات څښل یې روغتیا ته زیان رسولی شي.

د قهوې زیات استعمال د خوب د کمښت، انیمیا، خپګان او د اوستیوپروسیس لامل ګرځي. همدا راز چاغوالی کنټرولوي، د کافيین مواد له امله د بدن د غړو فعالیت هم ښه کوي. طبي کارپوهان دا هم وايي چې په شین چای کې شته انټي اکسیډنټ د سرطان خطر کموي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …