کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ایشیز څلورمه لوبه؛ اسټرالیا د درې ویکټو په زیان ۱۲۶ منډې لري

ایشیز څلورمه لوبه؛ اسټرالیا د درې ویکټو په زیان ۱۲۶ منډې لري

ایشیز لوبلړۍ د څلورمې ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده، اسټرالیا د درې ویکټو په زیان ۱۲۶ منډې لري.

دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب په سېډني کې روانه ده، د لوبې په پیل کې اسټرالیا لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

د دې لوبې لومړۍ ورځ د باران له امله اغېزمنه شوه او کابو نیمه ورځ باران وورېده، همدا لامل شو چې په ټوله ورځ کې ایله ۴۶.۵ اورونه ترسره شول او ورځې پای ته ورسېده.

اسټرالیا د لومړۍ ورځې تر پایه ۴۶.۵ اورونه ولوبول، درې ویکټې یې له لاسه ورکړي او ۱۲۶ منډې لري، چې سبا ورځ به هم خپلې توپ وهنې ته دوام ورکړي.

د اسټرالیا په سوځېدلو لوبغاړو کې مارکس هریس ۳۸ او ډیویډ وارنر ۳۰ او مارنس لبشين ۲۸ منډې وکړې. همدا راز سټیو سمېت په ۶ او عثمان خواجه په ۴ ناسوځېدلو منډو ولاړي دي او سبا به بیا توپ وهنې ته دوام ورکړي.

د انګلستان لپاره سيټورټ براډ، جیمس اندرسن او مارک ووډ په دې توانېدلي چې یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …