کورپاڼه / خپلواک / د راهول ډريويډ ١٤ کلن زوي په ايالتي سياليو کې غبرګه سليزه ووهله
راهول ډريويډ او د هغه زوى سميت

د راهول ډريويډ ١٤ کلن زوي په ايالتي سياليو کې غبرګه سليزه ووهله

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ دسمبر ٢٠١٩): د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر راهول ډريويډ زوي سميت په ايالتي ١٤ کلنو کم عمره هلکانو سياليو کې غبرګه سليزه ووهله.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هند په بنګلور کې د کرناټکه ايالتي کرکټ اسوسيشين په مرسته د ١٤ کلنو کم عمره ځوانانو ترمنځ سيالۍ روانې دي، چې د راهول ډريويډ زوى سميت د مرستيال ولسمشر يوولس کسيزې لوبډلې لپاره لوبېږي او د دهاروړ زون لوبډلې پر وړاندې يې په لوبه کې د ٢٠١ منډو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه.

سميت په ٢٥٦ توپونو باندې ٢٠١ منډې وکړې چې ٢٢ باونډرۍ يې هم پکې ووهلې، دا منډې هغه په لومړۍ پاڼۍ کې کړې وې، چې په دويمه پاڼۍ کې يې ٩٤ ناسوځېدلې منډې وکړې او همدا راز په دغه لوبه کې يې ٣ لوبغاړي هم وسوځول، خو لوبه بې نتيجې پاى ته ورسېده، ځکه يوازې ٢٦ منډې پاتې وې چې وخت يې ختم شو.

سميت چې ښي لاسى توپوهونکى دى، هغه مهال د خبرونو سرټکى وګرځېده، چې تر دې مخکې يې په ٢٠١٨ کال کې د کرناټکه ايالتي اسوسيشين له لوري د ښوونځيو په يوه سيالۍ کې ١٥٠ منډې وکړې.

همدا راز هغه په يوه لوبه کې د بنګلور يونايټيډ کرکټ کلب لپاره ١٢٥ منډې کړې وې، چې دغه لوبه د فرانک لوبډلې پر وړاندې په فرانک انتوني ښوونځي کې ترسره کېده او د سياليو نوم بيا ټايګر جام کرکټ ټورنمنټ و.

سميت چې کله ٩ کلن و، هغه په ٩ کلنۍ کې درې ځلې داسې توپوهنه کړې وه چې خپله لوبډله يې بريا ته رسولې وه، هغه يو ځل ٧٧ ناسوځېدلې، بل ځل ٩٣ او همدا راز يو ځل يې ٧٧ منډې کړې وې چې خپلې لوبډلې يې بريا ته رسولې وه. هغه ته په ٢٠١٥ کې د غوره توپوهونکي جايزه هم ورکړل شوې وه.

د سميت پلار راهول ډريويډ چې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او يو ښه توپوهونکى تېر شوى دى، هغه په ١٦٤ ټېسټ سياليو کې د هندۍ لوبډلې لپاره ١٣٠٠٠ منډې ترلاسه کړي دي چې ٥٢.٣١ اوسط يې و، همدا راز ٣٦ سليزې او ٦٣ پنځوسيزې يې هم وهلې وې.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …