کورپاڼه / روغتيا / کورکمن مو له کومو ستونزو خوندي ساتي؟

کورکمن مو له کومو ستونزو خوندي ساتي؟

کورکمن په تازه ډول هم موندل کېږي، دا مساله د ادرک په څېر ښکاري خو له ادرکو لږ کوچني او پنډ وي. کورکمن پخپل ترکیب کې پوتاشیم، کلسیم، فاسفورش، فولاد، سودیم، ویټامین ای، ویټامین بي او ویټامین سي لري.

د کورکمن پوتاشیم د زړه او وینې فشار نورمال ساتي او اوسپنه یې د وینې سره کرویات زیاتوي او پاکوي یې هم. همدا راز کورکمن د دردونو لپاره هم ګټور وي.

که چېرته تاسې د مفصلونو درد، د عضلو او ملا درد، د بدن شخوالی، د اوږو درد، د اعصابو درد، د پښو درد لرئ، نو کورکمن درته خورا ګټور تمامېږي او امیندوارو میرمنو ته خو د سرو زرو ارزښت لري.

که چېرته امیندوارې میرمنې له شېدو سره یوځای کورکمن تر یوه څه وخته پورې استعمال کړي، نو د ملا له درد او له حمل وروسته تکلیفونو څخه به خوندي وي.

د زړه د ناروغانو لپاره هغه چې وینه یې غوټه کېږي، د وینې غوړ لري، یوریک اسید یې زیاته وي، د معدې تکلیف لري، یعنې د معدې او کولمو زخم لري او هغه کسان چې بازاري او ژر پخېدونکي خواړه لري، هغوی ته هم خورا ګټور وي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …