کورپاڼه / روغتيا / ګرمې اوبه د سړو اوبو په پرتله خورا ګټورې وي

ګرمې اوبه د سړو اوبو په پرتله خورا ګټورې وي

روغتیایي کارپوهان وایي، چې د یخو یا سړو اوبو څښل د روغتیا لپاره هیڅکله ګټورې نه تمامېږي، خو ډېر زیات تاوانونه لرلی شي، چې بیا د خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو سبب هم ګرځي اړ د تودو یا هغه اوبو څښل، چې د تودوخې درجه یې ټیټ نه وي، د روغتیا لپاره ګټورې او د ډېرو ګټو لرونکي دي.

ګرمې یا هغه اوبه چې زموږ د بدن د تودوخې سره برابرې وي، کله چې مرۍ ته داخلې شي نو د تودوخې د درجې په سبب د مرۍ سوخت ختموي او پکې موجود میکروبونه او ویروسونه له منځه وړي.

قبض د ډېرو لویو ناروغیو اساس دی او کله چې ډاکتر ته د درملنې په موخه ورشئ، نو هغه هم درته د ډېرو اوبو د څښلو مشوره درکوي. دغه راز په نهاره د یوې پیالې نیم ګرمو اوبو په څښلو سره د قبض له ناروغۍ ژغورل کېدلی شئ.

د میتابولېزم عمل په بدن کې د روغتیا لپاره ډېر زیات اړین ګڼل کېږي، چې زړې حجرې له منځه وړي او د نوو حجرو د جوړولو دنده په غاړه لري، چې په دې کړنه کې برابری د روغتیا لپاره تر هرڅه اړین ګڼل کېږي.

د اوبو د څښلو تر ټولو حیرانوونکي اړخ دادی، چې تر ډېره مو ځوان ساتي. ویل کېږي چې ګرمې اوبه په بدن کې زهرجن توکي خارجوي، چې بیا بدن تازه ساتي او پوستکي هم له ګونځي کېدو څخه ژغوري. دغه راز ګرمې اوبه دماغو ته آرام هم ور په برخه کوي، چې د ډېر سخت درد پرمهال څو غړپه ګرمې اوبه مو دماغو ته سکون ورکوي او د درد د کمېدو سبب یې ګرځي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …