کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان ښه توپ اچونه وکړه، لوبډلې یې بریا خپله کړه

راشد خان ښه توپ اچونه وکړه، لوبډلې یې بریا خپله کړه

پیټر سډل غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه لوبغاړي وسوځول او راشد هم دوه ویکټې ترلاسه کړې او د اډلیډ لوبډله یې بریالۍ کړه.

د بیګ باش لیګ ۳۵مه لوبه د اډلیډ سټرایکرز او هوبارټ هوریکنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې اډلیډ پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

هوبارټ هوریکنز په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۶ منډې وکړې، د دوی له لورې ډي ارکي شارټ ۳۲ او ټیم ډیوید ۲۸ زیاتې منډې وکړې.

اډلیډ له لورې پیټر سډل غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه لوبغاړي وسوځول. همدا راز راشد خان ۲، میتیو شارټ او هیری کانوي ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

اډلیډ شټرایکرز د ۱۲۷ منډو هدف د ۳ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۵.۱ اورونو کې پوره کړ او هوبارټ ته یې په ۷ ویکټو ماتې وکړه.

د دوی له لورې میتیو شارټ ۷۲ زیاتې منډې وکړې. د هوبارټ لخوا سندیپ لمیچانې ۲ او ډي ارکي شارټ ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …