کورپاڼه / بېلا بېل / یوې عمرې پسې سمدلاسه د بلې عمرې کولو اسانتیا ختمه شوه

یوې عمرې پسې سمدلاسه د بلې عمرې کولو اسانتیا ختمه شوه

سعودي عربستان د کورونا نوې بڼې د ګړندي خپریدو په پام کې نیولو سره یو ځل بیا بندیزونه سخت کړي او یوې عمرې پسې سمدلاسه د بلې عمرې کولو اسانتیا یې ختمه کړه.

د سعودي رسنیو له مخې، د حج او عمرې وزارت د عمرې عوښتنلیک وركولو پالېسي بدله كړې او دوو عمرو ترمېنځه یې لږ تر لږه د لسو ورځو وقفه لازمي ګرځولې ده.

له دې وړاندې به عمره کوونکو د پرلپسې دوو عمرو اجازه درلوده، یعنې د یوې عمرې پسې سمدلاسه د بلې عمرې کولو اجازه هم ورکول کېده، خو اوس یې دا اسانتیا ختمه کړه او لږ تر لږه ترمنځه یې د ۱۰ ورځو وقفه ورکړه.

د سعودي حکومت دغه اقدام د ګڼې ګوڼې د کمولو او په مطاف کې د طواف او لمانځه پرمهال د ټولنيزې واټن په ګډون د احتياطي تدابيرو د پلي کېدو په موخه کېږي.

د ویلو ده چې د کورونا د نوې بڼې د پیښو د زیاتوالي له امله په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د کرونا بندیزونه یو ځل بیا لګول شوي او په دې وروستیو کې د ماسک اچول او ټولنیز واټن ساتل هم اړین ګڼل شوي دي.

دا هم ولولئ

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او …