کورپاڼه / خپلواک / عمر ګل: که افغان لوبډلې سره راته د کار چانس پېدا شي، حتماً ورځم
عمر ګل

عمر ګل: که افغان لوبډلې سره راته د کار چانس پېدا شي، حتماً ورځم

خپلواک وېبپاڼه (۲۱ دسمبر ۲۰۱۹): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ اچونکی عمر ګل وايي، چې که چېرته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې داسې روزونکی وي، چې له هغوی سره په خبرو په اسانۍ پوه شي، نو ښايي ډېره ګټه وکړي.

عمر ګل چې اوس مهال په امريکا کې دی او هلته په يو ليګ کې لوبې کوي، د وي او اې پښتو وېبپاڼې سره يې په خپله مرکه کې د خپل ځان او کرکټ په اړه خبرې کړې دي او همدا راز د افغانستان ملي لوبډلې په اړه هم غږېدلی دی.

عمر ګل وويل، چې هر کله د لوبو لپاره ورته کابل ته د ورتګ چانس پېدا شو، حتماً به لاړ شي، ځکه افغانستان يې ګاونډی هېواد دی او کرکټ د هغه مينه ده او هر ځای کې به د کرکټ لپاره کار کوي.

په افغانستان کې د چټکو توپ اچونکو په اړه هغه وويل چې پښتانه دواړه لوريو ته په بدني لحاظ ډېر تکړه وي، نو دواړو لوريو ته شته خو پکار دا ده چې هغوی وتراشل شي.

هغه وويل چې افغانستان ته ډېر روزونکي راغلل، خو هغوی انګليسي ژبي و، نو پښتانه دواړه لوري ته بيا له نورو ژبو روزونکو سره يو څه ګرانه وي ورته، خو که چېرته داسې کوم روزونکی راشي، چې هغوی سره د هغوی په ژبه ښې خبرې وکړای شي، نو ډېره به اسانه وي.

هغه همدا راز دا يادونه هم وکړه، چې لوبغاړو باندې بايد ډېر کار وشي، ځکه په يوه اونۍ کې څوک چټک توپ اچونکی نه شي کېدای، ځکه هغوی پرلپسې کار غواړي.

د دې پوښتنې په اړه، چې که تاته افغان کرکټ بورډ د چټک توپ اچونکي روزونکي يا سلاکار په توګه بلنه درکړي، چې هلته کار وکړې، نو څه به کوې؟ هغه وويل چې اوس خو زه غواړم چې يو کال شاوخوا کرکټ وکړم، خو که په راتلونکي کې داسې چانس راته پېدا شو، نو حتماً به افغانستان ته ځم او هلته به له افغان لوبډلې سره کار کوم.

عمر ګل چې ميډيم فاسټ توپ اچونکی دی اوس ۳۵ کلن دی او هغه د خېبر پښتونخوا په پېښور کې زېږېدلی و، په ۲۰۰۳ کال کې يې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لومړۍ يو ورځنۍ او ټېسټ لوبه ترسره کړې وه او په ۲۰۰۷ کې بيا لومړۍ شل اوريزه لوبه ترسره کړې وه.

هغه د پاکستان لپاره په ۴۷ ټېسټ، ۱۳۰ يو ورځنيو او ۶۰ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړی و، چې په ټېسټ لوبو کې يې ۱۶۳، په يو ورځنيو لوبو کې يې ۱۷۹ او په شل اوريزو لوبو کې يې ۸۵ لوبغاړي سوځولي و.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …