کورپاڼه / جالب / یو بریتانوي شخص په ډېره نادره ناروغي اخته دی؛ عضلې یې په هډوکو بدلېږي

یو بریتانوي شخص په ډېره نادره ناروغي اخته دی؛ عضلې یې په هډوکو بدلېږي

د بریتانیې یو ۲۹ کلن اوسیدونکی په یوه داسې نادره ناروغۍ اخته دی، چې ورو-ورو یې عضلې په هډوکو بدلېږي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ۲۹ کلن بریتانوي شخص په یوه داسې نادره ناروغۍ اخته دی، چې په ټوله نړۍ کې یوازې ۷۰۰ کسان پرې اخته دي او د ورځنیو کارونو د ترسره کولو لپاره نورو ته اړ دي.

دا شخص جو سووچ نومېږي او د (سټون مین سینډروم) په نوم ناروغي لري. نوموړی تر ۹۵ سلنه پورې حرکت نشي کولی او د نورو مرستې ته اړ دی، ځکه چې عضلې یې په هډوکو بدلېږي.

د دې شخص ناروغي په ماشومتوب کې هغه وخت تشخیص شوه کله چې د درېیو کلونو و، خو هغه وخت یې حالت دومره نازک نه و او یوازې به یې بدن پړسېده، خو د وخت په تېرېدو یې اوږې له کاره ولوېدې او لاسونه یې بې حرکته شول.

جوسووچ وایي، زما کیڼ لاس داسې دی لکه پرلپسې چې یې هډوکي مات شوي وي او له حرکته لوېدلي وي، په داسې حال کې چې یوازې کیڼ لاس لږ حرکت کوي. د ویلو ده چې اوس وخت یوازې ۱۲ تنه په دې ناروغۍ اخته دي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …