کورپاڼه / هنر او کلتور / تاپسي پنو: که شاه رخ خان سره د کار کولو چانس ترلاسه کړم نو د کور له چته به اعلان وکړم

تاپسي پنو: که شاه رخ خان سره د کار کولو چانس ترلاسه کړم نو د کور له چته به اعلان وکړم

د بالیووډ اداکارې تاپسي پنو ویلي، که له شاه رخ خان سره په فلم کې د کار کولو چانس ترلاسه شي، نو د کور له چت څخه به اعلان وکړي او ټول به خبر کړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، تاپسي پنو په ۲۰۲۱ کال کې د دوو هیټ فلمونو په لرلو سره بریالۍ وه.هغه اوس نوي او په زړه پوري فلمونو ته په تمه ده، چې هغې کې د (راجکمار هیراني) راتلونکی فلم، چې د شاه رخ خان پکې مرکزي رول لوبوي، شامل دی.

تاپسي پنو هغه مهال د رسنیو د بحث موضوع وګرځېدله، کله چې دا خبرونه خپاره شول چې هغه به د شاه رخ خان سره یوځای په نوي فلم کې راڅرګنده شي.

تاپسي پنو له هندي رسنیو سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، د راجکمار هیراني په راتلونکي فلم کې له شاه رخ خان سره د کار کولو پرېکړه لا نهايي شوې نه ده، کله چې یې رسمي بیان ترلاسه شي، هغه به یې ټولو ته ووایي.

هغې ویلي، دا کومه د پټولو خبره نه ده کله چې دا پرېکړه نهایي شو نو په چیغو چیغو به خلک خبر کړم. هغې زیاته کړې، پرېږدئ چې یو څه رسمي شي که نه نو یوازې آوازې به پاتې شي، کله چې خبره وروستۍ شوه نو د کور له چته به په چیغو خلک خبر کړم.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …