کورپاڼه / روغتيا / په نبوي احادیثو کې د ماهي د غوښې یادونه

په نبوي احادیثو کې د ماهي د غوښې یادونه

که څه هم ساینس موږ ته د ماهي غوښه بې شمېره ګټې بیان کړي، خو له هغې وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له بې شمېره غذایي موادو په اړه خبر کړي یو.

الله سبحانه وتعالی په سمندر کې یوه جلا نړۍ جوړه کړې چې په میلیونونو ډولونه ژوي په کې ژوند کوي. یوازي ماهیان دومره ډولونه لري چې ساینس یې اوس هم په موندلو پسې سرګردانه دی.

د ماهیانو مختلف ډولونه مختلفې طبي ګټې لري او په نبوي احادیثو کې هم یادونه شوې ده. د ماهي غوښه لږ غوړ لري چې په دې توګه د وینې غوړ کموي او په همدې سبب یې استعمال خورا ګټور وي.

حضرت جابر رضي الله عنه فرمایي، رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له درې سوه سپرو سره ولېږلو، زموږ مشر حضرت ابو عبیده بن جراح رضي الله عنه و، کله چې د سمندر غاړې ته ورسېدو نو سخت وږي و او د ونې پاڼې مو وخوړلې، په دې کې د سمندر څپو د عنبر په نوم ماهي راوغورځاوه، چې موږ تر ۵۱ ورځو پورې وخوړ، ښوروا مو پکې وکړه او ځانونه مو پرې ماړه کړل.

روایت کې زیاتوي، حضرت ابو عبیده (رض) د ماهي د پښتۍ یو هډوکی ودراوه او یو شخص په اوښ سپور د هغې له کمان لاندې په آسانۍ تېر شو.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …