کورپاڼه / بېلا بېل / آیا تاسې هم زخې لرئ؟ په دې طریقه یې له منځه یوسئ

آیا تاسې هم زخې لرئ؟ په دې طریقه یې له منځه یوسئ

نن سبا زیاتره خلک د پوستکي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په دې ستونزو کې زخې هم شاملې دي. که په بدن دانې یا زخې راخېژي نو دا دېته اشاره کوي چې موږ مناسب خوراک نه کوو.

همدا راز د سګریټ څکولو او د هوا ککړتیا یې هم لاملونه دي. په اصل کې دانې او زخې په بدن کې جمع شوې فاسدې مادي چې بیا د دانو او زخو په ډول څرګندېږي او که چېرته همدا زخې په مخ یا مرۍ وي نو ښکلا په بدرنګۍ بدلوي.

پر پوستکي راختلي کوچنۍ زخې که څه هم بدې ښکاري خو د پوستکي ډاکټر لارښوونه کوي چې دا دی نه څېرې کېږي او نه دي په نوک وهل کېږي، نو راځئ چې دلته یې د خلاصون لار ولولو.

د مڼې سرکه یو داسې څیز دی چې په هر کور کې موجود وي او نن سبا د زخو په لېرې کولو کې ډېره استعمالېږي او ګټوره هم وي، ځکه چې دا زخې ورکوي او له بېخه یې غورځوي.

لږ غوندې مالوچ به راواخلئ، لږه سرکه به پرې واچوئ او بیا یې پر زخه ووهئ، دا کار په ورځ کې درې ځله وکړئ، که د زخو رنګ تور شو نو مطلب یې دا دی چې هغه وچه شوې او ژر به ولوېږي، که سرمیي وه نو دا کار بیا بیا تکرار کړئ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …