کورپاڼه / روغتيا / د ویکس په مرسته اضافي ویښتان وباسئ

د ویکس په مرسته اضافي ویښتان وباسئ

ویکس یوازې په ژمي کې د نزلې او زکام څخه د ژغورلو او د ستوني زخم لپاره نه استعمالېږي، بلکې دا نورې زیاتې ګټې هم لري او د استعمال ځایونه یې هم بې شمېره او بې حسابه دي.

نن ورځ به د ویکس استعمال په هغه لارو چارو وغږیږو، چې میرمنو ته ګټور وي، میرمنو ته ځکه یادوم چې هغوی د پوستکي ښکلا ته ډېره توجه کوي او ویکس پوستکی نرم ساتي او ویښتان له بېخه وباسي.

لارښوونې:

۱- یوه کاچوغه ویکس به راواخلئ او په ګرمو اوبو، یعنې هغه اوبو کې به یې واچوئ چې د ایشېدو په حال کې وي او بیابه یې په کاچوغه وښوروئ.

۲- یوه کاچوغه ګوړه او نیم کاچوغه خوړه به په ایشېدلو اوبو کې واچوئ او تر ۲۰ دقیقو به یې پاخه کړئ.

۳- اوس به په دې کې د لېمو اوبه او نیمه کاچوغه د پټکري یا زنځ پوډر واچوئ او تر ۱۰ دقیقو به یې په اور کېږئ.

۴- اوس دا ترکیب تیار شو او د عام ویکسو په څېر ترې ګټه پورته کولی شئ، که د ویښتانو ایستلو وروسته پوستکي خارښت درلود نو په یخ یا واوره ټکور ورکړئ.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …