کورپاڼه / روغتيا / که ستاسو شونډې هم د وچې هوا له امله چاودلې وي، په دې طریقه یې ښې کړئ

که ستاسو شونډې هم د وچې هوا له امله چاودلې وي، په دې طریقه یې ښې کړئ

د ژمي په موسم کې د وچې او سپورې هوا په سبب ډېری وخت د شونډو له چاودېدو سره مخ کېږو او ډېر وخت داسې هم پېښېږي، چې چاودېدلې شونډې مو وینه کوي، نو راځئ چې د دې لپاره ځینې کورنۍ نسخې استعمال کړو.

خو له هغې وړاندې باید یادونه وکړم چې هره ورځ باید ډېرې اوبه وڅښل شي، ترڅو د بدن اوبه مو پوره وي، ځکه چې د اوبو کمښت هم د پوستکي د سپوروالي او شونډو چاودېدو لامل کېږي.

شات او بوره: یوه کاچوغه میده شوې بوره به په یوه کاچوغه شاتو کې ګډه کړئ، بیا به یې په ورځ کې څو ځله د ګوتې په مرسته پر شونډو ووهئ، په دې سره به د پوستکي مړې حجرې له منځه ولاړې شي او نرمې او ښکلې به شي.

د کوپرې تېل: که چېرته د کوپرې تېل یا غوړ پر چاودلو شونډو ووهل شي نو ستونزه به حل شي.

واسیلین: د وچو او چاودلو شونډو د ښه کولو لپاره د واسیلین استعمال خورا ګټور وي او د ورځې څو ځله یې ووهئ.

ګلیسرین: د شپې له وېده کېدو وړاندې پر شونډو ګلیسرین ووهئ، ان شاء الله چې ډېر به مو ستونزه حل شي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …