کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې د تبې شدت څنګه کم کړو؟

په ژمي کې د تبې شدت څنګه کم کړو؟

په ژمي کې د تبې ناروغي یا تبې حالت یو عام خو ځورونکی حالت دی، خو که چېرته له ځینو لارو چارو کار واخلو ښایي شدت یې کم کړای شو.

څنګه چې تبې شدت خپل کړ یا سخته شوه او درجه یې له سلو تر دوه سوو پورې ورسېده، نو په دې حالت کې بدن سخت درد کوي او کمزوری کېږي، خو دا چې په دې حالت کې تبه څنګه کمه کړو دلته به یې ولولو.

تر ټولو دمخه کله چې پوه شوئ چې تبه مو سخته شوه نو سمدستي ډېرې اوبه وڅښئ او په دې ډول د تبې شدت کم کړئ.

کله چې تبه له سلو پورته شوه نو سمدلاسه واوره یا یخ راواخلئ او د بغلونو لاندې یې کېږدئ، که څه هم دا نسخه به مو لږ په عذاب کړي خو سمدلاسه ګټوره تمامېدلی شي.

له دې پرته کله چې سخته تبه درباندې راغله نو په ورځ کې لږ تر لږه درې ځلې د هیل اوبه وڅښئ او د دې لپاره په یوه لوښي کې څلور پیالې اوبه واچوئ او بیا په هغې کې درې یا څلور هیل، چې ټکول شوي وي، واچوئ او په اور یې کېږدئ، کله چې اوبه درې پیالې پاتې شوې، چاڼ یې کړئ او ګرمې یې وڅښئ.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …