کورپاڼه / خبرونه / د هالېنډ لوبډلې روزونکی: د افغانستان پر وړاندې منځني ختیځ کې لوبېدل ستونزمن دي

د هالېنډ لوبډلې روزونکی: د افغانستان پر وړاندې منځني ختیځ کې لوبېدل ستونزمن دي

د هالېنډ کرکټ لوبډلې روزونکي ریان کیمبل د افغانستان پر وړاندې د سوپر لیګ سیالیو لوبلړۍ لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده چې افغانستان کرکټ لوبډله به په خپل کوربتوب د قطر په دوحه کې له هالېنډ لوبډلې سره درې یوه ورځنیو لوبې د جنورۍ په ۲۱، ۲۳ او ۲۵مه نېټه ترسره کړي.

که څه افغان لوبډلې د دې سیالیو لپاره خپله لوبډله نه ده اعلان کړې، خو زیات شمېر افغان لوبغاړي اوسمهال په قطر کې په تمریناتو بوخت دي او له دې تمریناتو وروسته به دې لوبلړۍ ته لوبډله اعلانېږي.

بله خوا هالېنډ بیا دې سیالیو ته لوبډله اعلان کړه، د یادې لوبډلې روزونکی ریان کیمبل وایي چې د افغان لوبډلې لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدراڼ د نړۍ په لیګونو لوبېږي نو په منځني ختیځ کې به یې پر وړاندې لوبېدل ورته خورا ستونزمنه ازموینه وي، خو دوی بیاهم ورته چمتو دی.

د هالېنډ لوبډله: پیټر سیلار (لوبډلمشر)، کولن ایکرمین، میکس اوډوډ، سکاټ ایډورډیس، برینډن ګلور، فریډ کلاسین، ریان کلین، بوریس ګورلي، کلیټن فلایډ، ثاقب ذوالفقار، اسد ذوالفقار، باس ډی لیډ، ویوین کنګمن، آرین دت او فلیپ بوسوین.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …