کورپاڼه / جالب / په بریتانیه یو مجرد د خپلې خوښې واده لپاره جالبه ګام پورته کړی

په بریتانیه یو مجرد د خپلې خوښې واده لپاره جالبه ګام پورته کړی

په بریتانیه کې یو ځوان د خپلې خوښې د واده لپاره له ځانګړې طریقې ګټه اخیستې. هغه په لویو لارو بیلبورډونه لګولي او په هغې یې لیکلي:((ما د کورنۍ په خوښه له واده وژغورئ.))

واده د ژوند تر ټولو مهمه پریکړه ده چې نه یوازې دوه کسان یا دوه کورنۍ سره یوځای کوي، بلکې راتلونکی نسل هم سره یوځای کوي، له همدې امله مشران وايي چې دا پرېکړه باید له ډېر غور وروسته وشي.

واده که د کورنۍ په خوښه وي یا پخپله خوښه، مهمه دا ده چې د بریا تناسب یې باید څه ډول وي. په دې لړ کې انګلستان کې یو شخص د خپلې خوښې واده انتخاب کړي، خو تر اوسه یې دا هیله نه ده پورې شوی، چې له همدې امله یې حیرانوونکی کار ترسره کړی.

دې ځوان د خپلې خوښې میرمنې د لټون لپاره په لویه لار بیلبورډ لګولی او په هغې یې لیکلي، ما د کورنۍ په خوښه له واده وژغورئ او خپل موسک عکس یې هم ورسره لګولی دی.

دغه نهه ویشت کلن ځوان پر بیلبورډ د خپلې ویبپاڼې، چې د همدې موخې لپاره یې جوړ کړی، ادرس هم لیکلی. دا شخص محمد مالک نومېږي او غواړي له ۲۰-۲۵ کاله عمر لرونکي نجلۍ سره چې دیني پوه ولري، واده کوي. هغه ته تر اوسه ۴۰۰ نجونو غوښتنلیکونه ورلېږلي.ئ

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …