کورپاڼه / جالب / هغه ښځه چې د بدن ګاز یا بدبویي یې خرڅوله او په میلونونه روپۍ یې ګټلې وې، روغتون ته وړل شوې

هغه ښځه چې د بدن ګاز یا بدبویي یې خرڅوله او په میلونونه روپۍ یې ګټلې وې، روغتون ته وړل شوې

هغه میرمن، چې له بدن څخه د وتونکي ګاز یا بدبویۍ د خرڅولو جالب کار کوي، په خېټه کې د زیات ګاز له امله روغتون ته وړل شوې ده.

د میل انلاین د راپور له مخې، دغه ۳۱ کلنه ښځه چې سټیو ماتو نومېږي د امریکا د کنیکټیکټ ایالت اوسېدونکی دی. هغه د یوې تلویزوني خپرونې (90 Day Fiance) څخه شهرت ترلاسه کړ او له هغې وروسته یې له بدن څخه وتونکی ګاز په یوه کڅوړه کې بندولو او بیا خرڅولو.

د راپور له مخې، سټیو وايي چې د (Unfiltrd) ویبپاڼه کې د نوموړې مینه والو د هغې بدبوی یا ګاز غوښتنه کوله او له امله د دې کاروبار د پیلولو پریکړه وکړه. هغه لومړی په یوه کڅوړه کې ګاز خارجوي یا پسکه اچوي، بیا سمدلاسه کڅوړه بندوي او خپل پیریدونکي ته یې استوي او په بدل کې یې زر ډالر اخلي.

سټیو تر دا مهاله له دې کاروبار څخه دوه سوه زره ډالر ګټلي. نوموړې کاروبار ته په کتو اړ ده چې خېټه کې ډېر ګاز جوړ کړي او د دې لپاره هغه خواړه خوري چې هغه زیات فایبر لري.

راپور زیاتوي، سټیو هګۍ، لوبیا او پروټین خوري او دا شیان له یوې خوا په خېټه کې ګاز پیدا کوي او بله خوا بدبوی یې هم زیات وي، خو تېره ورځ هغه د خېټې د ډېر ګاز له امله د سینې په درد اخته شوه، چې روغتون ته یوړل شوه او هلته ډاکټرانو ورته وویل چې غذایي رژیم باید بدل کړي.

سټیو وایي:((ګاز له امله مې په سینه کې دومره درد شو چې ما داسې احساس کاوه چې زه د زړه حمله لرم، اوس به د ډاکټر له مشورې سره سم خپل خوراک بدل کړم او په پایله کې به مې کاروبار هم بند شي.))

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …