خپلواک وېبپاڼه (۲۱ دسمبر ۲۰۱۹): د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو ۲۵مه سيالۍ کې فريد احمد او وفادار مومند د بوست زون ټوله لوبډله په ۶۱ منډو وسوځوله.
دغه لوبه چې د بوست زون او سپين غر زون لوبډلو ترمنځ د خوست په خوست لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې په پيل کې پچه د بوست زون لوبډلې وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.
د بوست لوبډله په خپله لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې په بشپړ ډول ناکامه شوه او د فريد احمد او وفادار مومند توپ اچونې ته يې هېڅ لوبغاړی ټينګ نه شو او پرلپسې يې خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.
د بوست ټوله لوبډله په ۱۷.۵ اورونو کې وسوځېدله چې یوازې ۶۱ منډې يې وکړې. د دوی له لوري اسلام ځاځي ۱۶، منير احمد او عين الدين کاکړ ۹-۹، عبدالله تره خيل ۶، دستګير خان ۵ ناسوځېدلې، صديق الله پټان ۴، توريالي همکار او نويد محمد کبير ۱-۱، نظير احمد، محمد هاشم او روښان بارکزی په صفر وسوځېدل.
د سپين غر له لوري يوازې فريد احمد او وفادار مومند توپ اچونه ترسره کړه، چې فريد احمد ۶ او وفادار مومند ۴ لوبغاړي وسوځول.
د يادولو ده چې دا د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو کې د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه ده. همدا راز بل لوري ته د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې هم د امو زون او بند امير زون لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي، چې د چای تر دمې پورې امو لوبډلې ۷۲ منډې کړي او ۴ لوبغاړي يې سوځولي دي.