کورپاڼه / خپلواک / سومي علي: سلمان خان راته د مینې اظهار وکړ خو له واده یې انکار وکړ

سومي علي: سلمان خان راته د مینې اظهار وکړ خو له واده یې انکار وکړ

پاکستاني الاصله امریکايي اداکارې سومي علي ادعا کړې، چې سلمان خان ورته د مینې اظهار وکړ، خو له واده یې انکار وکړ.

سومي علي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې له سلمان خان سره یې د (می نې پیار کیا) فلم له لیدو وروسته مینه پیدا شوه، کله چې بیا له هغه سره نیپال ته تلم نو د مینې اظهار مې ورته وکړ، هغه وویل زه له بل چاسره مینه کوم، نو ما ورته وویل. زه کومه ستونزه نه لرم.

سومي علي ویلي، زه ۱۷ کلنه وم چې سلمان خان راته پخپله د مینې اظهار وکړ، بیا کابو لس کاله سره په اړیکه کې و. سومي وایي چې ما سلمان خان سره د واده خوب لېدلی و او د خدای رضا مې وګڼله او له امریکا ممبۍ ته راغلم.

اداکارې ویلي، چې د اړیکو د ټینګولو لپاره یې له سلمان خان او د هغه له مور او پلار څخه ډېر څه زده کړل او له همدې امله ډېر وخت ورسره یوځای و، خو کله چې سلمان خان ورته له واده انکار وکړ نو بېرته امریکا ته راغله.

د ویلو ده چې د سلمان خان او سومي علي د ۱۹۹۱ او ۱۹۹۹ کلونو ترمنځ په رسنیو کې د ملګرتیا او مینې اوازې خپرې شوې وې او داسې هم ویل شوي وو چې دواړه به ډېر ژر واده وکړي.

دا هم ولولئ

پاکستان ثقلین مشتاق له روزنې لېرې کړ

د پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا له داخلي روزونکي زړه موړی شو او ثقلین …