کورپاڼه / خپلواک / انضمام الحق د پېښور زلمي لوبډلې مشر وټاکل شو

انضمام الحق د پېښور زلمي لوبډلې مشر وټاکل شو

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او لیجینډ کرکټر انضمام الحق په پي ایس اېل کې د پېښور زلمي لوبډلې افتخاري مشر وټاکل شو.

د پاکستان سوپر لیګ د پېښور زلمي لوبډلې له رسمي ټویټر اکونټ څخه اعلان شوی، چې دوی پخوانی لوبډلمشر انضمام الحق په افتخاري ډول د لوبډلې مشر کړ.

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوید افریدی وایي، انضمام الحق لیجینډ کرکټر دی او پېښور زلمي لوبډلې سره یوځای کېدل به ډېر ګټور وي. هغه زیاته کړې چې ځوان لوبغاړي به له نوموړي ډېر څه زده کړي.

د ویلو ده چې انضمام د پي ایس اېل په تېر پړاو سیالیو کې د پېښور زلمي لوبډلې سلاکار روزونکی و. همدا راز د پاکستان لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر هم پاتې شوی دی.

انضمام الحق په نړیوال یوه ورځنیو لوبو کې ۱۱۷۰۰ منډې جوړې کړي دي. هغه پخپل ۱۶ کلن لوبېز ژوند کې یوازې یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړي او په هغې کې یې ۱۱ منډې جوړې کړې وې.

دا هم ولولئ

پاکستان ثقلین مشتاق له روزنې لېرې کړ

د پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا له داخلي روزونکي زړه موړی شو او ثقلین …