کورپاڼه / روغتيا / د سرو انګورو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د سرو انګورو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

سره انګور یوه داسې خوندوره مېوه ده چې هره دانه یې د روغتیایي ګټو خزانه ده. انګور په بېلابېلو ډولونو سره موندل کېږي چې شنه، سره او تور یې خورا مشهور دي او هر ډول یې ځانګړی خوند لري.

د سرو انګور خوند تروش وي، دا د ویټامین سي او ویټامین کی غوره منبع ده. په یو وږي انګورو کې ۱۰۴ کالوري، ۲۷.۳ ګرامه کاربوهایډریټ، ۱.۱ پروټین، ۲۷ سلنه ویټامین سي، ۲۸ سلنه ویټامین کی، ۷ سلنه تیامین، ۶ سلنه رایبوفلاون، ۶ سلنه ویټامین بي۶، ۸ سلنه پوتاشیم، ۱۰ سلنه کاپر او ۵ سلنه میګنیز لري.

سره انګور پوتاشیم لري چې په همدې سبب د وینې لوړ فشار نورمال ساتي. همدا راز انګور د غذایي موادو په لرلو سره د چاغښت لپاره ګټور وي او دغه ناروغي له منځه وړي.

سره انګور د وینې کمښت لپاره یو لوی نعمت ګڼل کېږي او د وینې سره کرویات زیاتوي. سره انګور د سر دردۍ لپاره هم خورا اغېزمن وي، نو هغه کسان چې سر درد لري، هغوی دې د سرو انګورو جوس وڅښي.

همدارنګه سره انګور د بندونو درد یا د مفصلونو ناروغۍ لپاره ګټور تمامېږي او هغه کسان چې دا ستونزه لري، هغوی دې سره انګور استعمال کړي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …