کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ګریندر په زړه پوري هیټریک د سېډني ټینډر لوبډله بریالۍ کړه

د ګریندر په زړه پوري هیټریک د سېډني ټینډر لوبډله بریالۍ کړه

نن په بیګ باش لیګ کې ګریندر سند هیټریک وکړ، هغه د خپلې لوبډلې سېډني ټینډر لپاره ۴ ویکټې ترلاسه کړې، لوبډله یې هم بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د بیګ باش لیګ ۳۶مه لوبه د سېډني ټینډر او پرت سکاچرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې میلبورن پرت وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

دا لوبه باران اغېزمن کړه او پرت سکاچرز په ټاکلو ۱۸ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې وکړې، د دوی له لورې کمرون بینکارفټ ۳۰ زیاتې منډې وکړې.

د سېډني ټینډر له لورې ګریندر سند غوره توپ اچونه وکړه، هغه څلور لوبغاړي وسوځول. همدا رار ثاقب محمود ۲، دنیل سامس او کریس ګرین ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

سېډني ټینډر د یاد هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷ اورونو کې پوره کړ او پرت سکاچرز ته یې په ۶ ویکټو ماتې وکړه.

د دوی له لورې جیسن سانګا ۳۴ او میتیو ګیکس ۳۲ زیاتې منډې وکړې. د پرت سکاچرز لخوا اندریو ټای ۲ او میتیو کیلې ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …