کورپاڼه / روغتيا / کېنو ته ولې غوره مېوه یا غذا ویل کېږي؟

کېنو ته ولې غوره مېوه یا غذا ویل کېږي؟

کېنو د ژمي یو له غوره مېوو څخه ده، چې د غذایي موادو په لرلو ورته د غوره غذا درجه ورکړل شوې. کېنو د مجموعي روغتیا لپاره خورا ګټوره وي، هضم ښه کوي، وزن کموي، څېره ښکلی کوي، د زړښت مخنیوی کوي او د ویټامین سي په لرلو د بلغم او ټوخي مخه هم نیسي.

دا مېوه د ویټامین سي په لرلو دفاعي سیستم پیاوړی کوي، چې د موسمي ناروغیو او د آزادو راډیکلونو مخه نیسي. روغتیاپالان وایي، چې کېنو د نزلې، زکام، سړو، تبې او ټوخي لپاره هم خورا ګټور تمامېږي.

روغتیاپالان وایي، په ژمي کې له بدهضمۍ څخه د ژغورلو لپاره کېنو خورا ګټورې وي او هغه کسان چې کمزورې معده لري هغوی دې په منظم ډول کېنو وخوري او سهار په نهاره د کېنو جوس بېخي ګټورې وي.

همدا راز د فیټنیس او خوراکي توکو کارپوهان وایي، هغه کسان چې بدني کمزورۍ لري، هغوی ته د کېنو استعمال غوره وي. کېنو د ګلوکوز او کاربوهایډریټ په لرلو سره انسان صحت مند او پیاوړی ساتي او د وینې کمي پوره کوي.

روغتیاپالان وایي، د څېرې د ښکلا، ویښتانو، پوستکي او نوکانو ته هم خورا ګټور و. دوی زیاتوي چې دا مېوه د امیندوارو میرمنو هم اغېزمنه تمامېږي، ځکه چې دا فولیک اسید لري او فولیک اسید د حامله ښځو لپاره بېخي ګټور وي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …