کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د چین مصنوعي لمر یو بل ریکارډ هم جوړ کړ

د چین مصنوعي لمر یو بل ریکارډ هم جوړ کړ

د چین مصنوعي لمر (اټومي فیوژن ریکټور) په ۱۷ دقیقو کې د ۷۰ میلونه تودوخې درجې سره فعالیت وکړ او په دې سره یې نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د چین مصنوعي لمر دا ریکارډ د هفې په ښار کې د دسمبر په ۳۰مه جوړ کړ. له دې وړاندې په ۱۰۱ ثانیه کې د ۱۲۰ میلونه تودوخې په مرسته د چلېدلو ریکارډ هم په میې میاشت کې جوړ کړی و.

دا مصنوعي لمر د هایدروجن د درنو اتومونو سره په هیلیم جوړوي، چې بیا په لویه کچه انرژي خپروي. دا چاره په مصنوعي ډول په ریکټورونو کې ترسره کیږي، خو د لمر په څیر ستورو کې په طبیعي ډول پیښیږي.

له دې بریا وروسته د چین د علومو اکاډومۍ یو ساینس ګونګ ژیانژو وایي، د ۲۰۲۱ په لومړۍ نیمایي کې موږ د ۱۰۱ ثانیو لپاره د ۱۲۰ میلونه درجو پلازما تودوخې په ترلاسه کولو سره بریالۍ تجربه وکړه.

هغه زیاته کړې، چې دا ځل يې د ۱۰۵۶ ثانیو لپاره د ٧٠ ميلونه د تودوخې په مرسته مصنوعي لمر په چلولو سره ټینګ علمي او تجربوي بنسټ ايښی دی.

دا هم ولولئ

ناسا په مریخ کې له ستونزو سره مخ شوه

د ناسا فضایي بېړۍ (روور) په مریخ کې د یوې ډبرې نمونې د ترلاسه کولو …