کورپاڼه / خپلواک / رحمان الله ګربز په صفر وسوځېده او د نوين الحق لوبډلې بريا خپله کړه
رحمان الله ګربز او نوين الحق

رحمان الله ګربز په صفر وسوځېده او د نوين الحق لوبډلې بريا خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢١ دسمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش تجارتي ليګ کې د افغانستان ځوان او چټک توپوهونکى رحمان الله ګربز په نننۍ لوبه کې ونه ځلېده او په صفر يې خپله ويکټ له لاسه ورکړه، همدا راز نوين الحق بيا يو ويکټ ترلاسه کړه او لوبډله يې هم بريالۍ شوه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ په ١٥مه لوبه کې د سيلهټ تهنډر او کهلنا ټايګرز لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه کهلنا ټايګرز لوبډلې وګټله او د سيلهټ تهنډر لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سيهلټ تهنډر لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې ښه توپوهنه ترسره کړه او د پنځه لوبغاړو په سوځېدو يې ٢٣٢ منډې وکړې چې د کهلنا ټايګرز لوبډلې ته يې يو ستر هدف وټاکه. د دوى له لوري انډري فليچر په زړه پورې توپوهنه ترسره او په ٥٧ توپونو يې ١٠٣ ناسوځېدلې منډې وکړې چې ٥ شپږيزې او ١١ څلوريزې يې هم ووهلې. همدا راز جانسن چارلس هم په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د ٥ شپږيزو او ١١ څلوريزو پر مټ يې په ٣٨ توپونو ٩٠ منډې ترلاسه کړې.

د کهلنا ټايګرز له لوري روبي فريلينک ٢، شفيع الاسلام، شاهد الاسلام او ربيع الحق ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٣٣ منډو د هدف په تعقيب کې د کهلنا ټايګرز لوبډلې د پيل توپوهونکي رحمان الله ګربز په صفر وسوځېده او سېف حسن ٢٠ منډې ترلاسه کړې، رېلي روسو او روبي فريلينک ښه توپوهنه وکړه خو په دې بريالي نه شو چې د ياد هدف پر لوري خپله لوبډله چټکه بوځي، دواړو ٥٢ او ٤٤ منډې وکړې، خو بل کوم توپوهونکى ونه توانېده چې ښه توپوهنه ترسره کړه.

د کهلنا ټايګرز لوبډلې ټول لوبغاړي په ١٨.٣ اورونو کې وسوځېدل او ١٥٢ منډې يې وکړې چې د ٨٠ منډو په توپير يې له سيلهټ تهنډر لوبډلې ماته وخوړله.

د سيلهټ تهنډر له لوري کريشمر سنتوکي ٣، منير حسېن او عبادت حسېن ٢-٢ او نوين الحق ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه انډري فليچر ترلاسه کړه، چې نن يې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړې وه او سليزه يې وهلې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …