کورپاڼه / روغتيا / یوه مولۍ د انسان بدن ته څومره انرژي ورکوي؟

یوه مولۍ د انسان بدن ته څومره انرژي ورکوي؟

مولۍ د روغتیا لپاره بې شمېره ګټې لري او له ځواکمنو غذایي موادو له ترکیب څخه جوړه ده. که څه هم دا سبزي یا سلاد د هیچا نه خوښېږي خو دومره زیاتې ګټې لري چې حیران به مو کړي.

مولۍ د ینې او پښتورګو د پاکوالي سبب کېږي، زهرجن مواد او باد خارجوي، هغه میرمنې چې د حیض ستونزې لري، هغوی هم ګټور وي. دغه راز د اعصابو د سخت مخنیوی کوي، تولیدي ځواک ډېروي او ګڼ شمېر نورې ستونزې حلوي.

که چېرته مو د غوښې د خوراک په سبب پر پښتورګو او مثانې د بورک اسیدو زور راغلی وي، نو له مولۍ ګټه پورته کړئ، ځکه چې مولۍ په دې برخه کې خورا ګټورې وي.

د مولۍ په جوړښت کې اوه سلنه پروټین، یو سلن غوړ، له څلور تر پنځو سلنو نشایسته او شکر، پنځه سلنه کلسیم، درې سلنه فاسفورس، دوه سلنه سلفر، څلور سلنه اوسپنه او څلور نوي سلنه اوبه لري.

له مولۍ څخه په ډېرو درملو د بېلګې په توګه د سر دردۍ، د ماغزو، نزلې، زکام، مرګيو، خپوسۍ، ويښته تویېدلو، سترګو، غوږ درد، ټوخي، د سينې درد، سابندۍ، د معدې، ينې او زېړي لپاره په جوړو شوو درملو کې کارول کېږي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …