کورپاڼه / روغتيا / رانجه، مسکارا او د ګلاب اوبه د سترګو لپاره زیانمن هم تمامېږي

رانجه، مسکارا او د ګلاب اوبه د سترګو لپاره زیانمن هم تمامېږي

زموږ په ټولنه کې چې کله ماشوم پیدا شي نو پر سترګو ورته رانجه په دې باور وهل کېږي چې دا سترګې غټوي، خو په حقیقت کې همدا رانجه ماشوم د سترګو په ګڼ شمېر ناروغیو اخته کوي.

د سترګو د ناروغیو متخصصین وایي، چې رانجه، مسکارا او د ګلاب اوبه د سترګو لپاره زیانمن وي او د ناروغیو لامل کېږي. دوی زیاتوي، کوم رانجه چې په بازار کې خرڅېږي، هغه اصلي نه وي بلکې د انټي مني په نوم مرکب پکې وي.

هغه رانجه او مسکارا چې په بازار کې ترلاسه کېږي، هغه جعلي یا خراب وي چې په همدې سبب د سترګو ناروغۍ زېږوي. یوازې دا نه بلکې کوم سلایي چې سترګو پرې تورېږي له هغې سره هم پام نه کېږي چې بیا میکروبونه زېږوي.

سترګې د بدن خورا مهمه او نازکه برخه ده، نو اړینه ده چې ځانګړې پاملرنه ورته وشي، که موږ لږه تېروتنه هم وکړو نو د سترګو دید مو کمزوری کېدلی شي.

همدا راز د ګلاب هغه اوبه چې په بازارونو کې وي، هغه هم خالص نه وي بلکې په هغې هم د (سټیورایډز) په نوم مرکب ګډ وي، چې سترګو ته د ګټې په ځای تاوان رسوي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …