کورپاڼه / روغتيا / د وینې د پوره کولو یو څو آسانه لارې چارې

د وینې د پوره کولو یو څو آسانه لارې چارې

د وینی کمښت یا انیمیا انسان په مختلفو ناروغیو اخته کولی شی، خو که ښه او مناسب خوراک کړو، نو د وینې کمښت پوره کولی شو.

د وینې کمښت یا انیمیا په بدن کې د وینې د سرو کرویاتو نشتوالي ته ویل کیږي او د دې کرویات دنده ده چې چې بدن ته اکسیجن ورسوي. په دې ناروغۍ کې د وینې هیموګلوبین کمېږي او هیموګلوبین وینې ته سور رنګ ورکونکي ماده.

که چېرته کوم څوک د وینې په کمښت اخته شي نو اړینه ده چې ژر یې غم وخوړل شي، ځکه چې دا پخپله د ډېرو نورو ناروغیو پیدا کېدو ته لار هواروي او که ښه خواړه استعمال کړو نو ستونزه حلولی شو.

انځیر او کشمش: د انیمیا د درملنې لپاره په کافي اندازه اوسپنه ترلاسه کول خورا اړین وي او انځر او کشمش په اوسپنه بډایه دي. کشمش د شپې لخوا په یوه پیاله اوبو کې واچوئ او سهار دا اوبه وڅښئ او کشمش یې وخورئ، که په منظم ډول دا کار وکړئ نو د وینې کمښت به مو پوره شي.

سور رنګه مېوې: هره هغه میوه چې سور رنګ لري د وینې د کمښت د پوره کولو لپاره جوړه شوې، لکه انار، انګور، مڼه او داسې نور، دا ټولې میوې له اوسپنې بډایه دي او استعمال یې د وینې کمښت پوره کوي.

د سرو او شنو پاڼو لرونکې سبزیجات: لکه څنګه چې سور رنګه مېوې وینه زیاتوي، همداسې سور رنګ سبزیجات هم د وینې کمښت پوره کوي، رومي بانجان، ګازر، چغندر او شمله مرچک په خپل خوراک کې شامل کړئ او شنه سبزیجات هم د وینې د کمښت د مخنیوي لپاره غوره لار ده.

لبنیات: لبنیات په ویټامینونو او منرالونو بډایه دي، دا ټول اړین غذايي مواد لري، چې په هغې کې د اوسپنې او کلسیم یادونه کولی چې د وینې کمښت پوره کوي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …